د قلم الدین رنګارنګ تلویزیونونه
کوچی مساپر کوچی مساپر

 

 

 

 

 په پخوانیو پیړیو کښی سپیڅلوعوامو خلکو دا خبره به ژر منله چی که چیری انسان دکمان رستم څخه تیر شی نو که نر وی ښځه کیږی او که ښځه وی نو به نرشی۰

 په ډیر تأسف سره اوس هم په یوویشتم پیړی کښې ځینی خاص محترم خبریالان او لیکوالان د خپلو داسی لیکنو پذریعه په آګاهانه اویا نا آګاهانه توګه د افغانستان مسلمان اوبیچاره ولس لکه د هغو خرافاتی فکرونو پډول د دښمنانو په ابلیسی پلموغولوی۰

دا هم لومړی ځل ندی چی د افغانستان داخلی او خارجی دښمنان غواړی چه د اسلام او سولی د سپیڅلو کلمو ترنامه لاندی د افغان مظلوم ولس د خپل ابلیسی پلانونه په خاطر په دغه شان جعلی شعارونه  وغولوی۰ بلکه دا ډول د ابلیسی غولوونکی او جعلی شعارونه زموږ د ګران هیواد افغانستان په تاریخ کښی ډیری ژوندی مثالونه لری۰ چه زه یی به په لنډ ډول نه یواځی د قلم الدین د تلویزیون کیسه بلکه یوڅو نورو همدا ډول مثالونو ته به هم اشاره وکړم۰     

 

۱-  د قلم الدین تلویزیون:

 د ډیر شرم اود خندا وړ خبره خو دا ده چی د افغانستان د اکثریت ساده او بیسوادو خلکو د غولولو د پاره یو وار بیا پدی ورځوکښی د طالبانو د اصلاح شوی تخمونو څخه د بیلګی په توګه په ملی او بین المللی مطبوعاتو کښی ډیری کیسی لیکل کیږی لکه « قلم الدین اوس پخپله تلویزیون ته ناست وی»۰

اما بد بختانه ددی ابلیسی توطیو په اړوندهغه بربنډ شوی تاریخی حقایقو ته څوک نه ګوری او نه یی لیکی۰

 د افغانستان د خلکوتاریخی بهرنی او داخلی دښمنان غواړی چی یو واربیا دا د تحمیلی جګړو ځپلی هیواد د «طالبانو سره دسولی» ترپلمی لاندی په سرو وینو ولمبوی۰

پدی هکله نوری تاریخی رښتنی شواهد خو دادی چه د ۱۹۹۴عیسوی کال څخه را پدی خوا قلم الدین او د هغه انډیوالان « طالبان تحریک» دا د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د ملت د بابا په نامه « رښتنی عسکر» ددی بیچاره وطن او ولس د ټولو شتمنیو د بربادلود پاره د «آی اس آی» او القاعدی د تروریستی ښوونکوترلارښوونی لاندی ډیر پخوا د عصری ټکنالوژی ورانونکو په وسایلو باندی روزل شوی او پوره سمبال شوی دی چه د قلم الدین د تلویزیون د ټګی کیسی یی نوی غوره او پرمختللی مثال نشی ګڼل کیدای چی اوس په مطبوعات کښی دنشر وړ وی۰ 

د قلم الدین او د هغه د انډیوالانو « طالبان تحریک»  کارنامی پدی غم لړلی هیواد کښی اوس دومره بیشماره دی چی تر لس کاله هم زیات تیریږی د نړی سترهیوادونه او حتی د هغوی اصلی بڼست ایښودونکو یی لاهم د ویجاړولو حساب نشی پیدا کولای۰

  قلم الدین او د هغه انډیوالانو« طالبان تحریک» دافغانستان د دښمنانو د جاسوسی د دستګاؤ څخه رنګارنګ کارتونه پخپلو جیبو کښی لری۰ دوی د شپی رنګه تلویزیونونه اوکاوبای سکسی فلمونه ګوری،  مګر په سپینه ورځ بیا د سټلیټ  ټیلفون په درلولو باندی بیګناه خلک د جاسوسی په تور د هلمند ولایت په سیا پشته او یا د ګران هیواد بیلابیلو سیمو کښی هره ورځ وژنی۰

همهغه سټلیټ ټیلفون بیا د دوی  ورک شوی رهبرانو « طالبان تحریک»  ته د افغانستان پخوانی شاهی ارګ ترشاه د کابل وزیراکبرخان په مینه کښی، او یا د پاکستان د کويټی په ښار کښی د ملی او بین المللی جاسوسی اړیکو د ټینګولو د پاره اسلام آباد، ریاض، دوبی، برلین، لندن، واشنګټن او نورو ځایو ته روا دی او فتوا یی هم ملا محمد عمر آخند د آی اس آی په مستقم هدایت په پټو سترګو ورکړیدی۰ 

 

۲- د کابل «اسلامی دولت» او د هغوی ساختګی رنګارنګ «اپوزیسیون»:

 په ګران افغانستان کښی ابلیسو د خپل بقا دپاره د زاړه میراث خورو ښوونکو په استخارو اودخپلو بادارانو په مرسته د افغان زوریدلی مظلوم ولس د غولو لپاره د یو نوی دولت د شکل په جوړولو او کشف باندی بریالی شویدی۰ چه هم دولت او هم د هغه د ننه اودباندی سیاسی اومسلح ټول اپوزوسیون یی د یوی خټی څخه په خپلولاسو جوړ کړیدی چی دهغوی همرنګه انډیوالان د افغانستان د خلکو په منځ کښی ورک نشی۰ د دری د ژبی یومتل دی چی وایی « هم خود کوزه وهم خود کوزه ګراست»۰  

 ددی دولت شکل اختراع په افغانستان کښی او په خاصه توګه دافغانستان د خلګو دښمنانو ته او دهغه په سر کښی ملی او بین المللی کاشفانو ته یی بیساری ګټی رسولی دی۰  

مګر په خواښینی سره دا «دولت» دافغانستان د باغیرت عام ولس او د هغوی ټوله ملی شتمنی یی په پوره ډول د خاورو او ایرو په شان برباد کړیدی چی تاسی یی هره  ورځ د تباهی لړی پخپلو سترګو وینی۰    

 دا دولت له یوی خوا کولای شی د خپل همدا ډول واګ پواسطه د افغانستان د خلکو پر ضد خپل  ټول  تیرجنایتونه پټ کړی او هم د خپلو غلاؤ او چور او خوردو برد د ویشلو لړی پخپلو منځو کښی پټ وساتی تر څو چی ددوی غلاوی د افغانستان اونړی عامو خلکو ته ښکاره نښی۰  

او له بلی خوا ددی «جهادی رهبران دولت» د منتر د حکمت په مرسته  د هغه مخکنی څو ټاکلی شوی اصلی لوبغاړی وکولای شی چی د نړی د مختلفوغربی او شرقی هیوادونو سره په یو وخت، یولاس او یوه خوله باندی دوه اویا حتی دری کاره «دوستی»، «دښمنی» او «نا پیلی» کار نامی سر ته ورسوی، چی تاسو ته د هغو د کارنامو دویلو حاجت نشته او تاسی هره ورځ ددوی دا حکیمانه کار نامی پخپلو سترګو ګوری۰     

ددی «اسلامی دولت» او هغه په سر کښی «جهادی رهبران» اود هغوی په لاس جوړ شوی د دولت دننه او دباندی سیاسی او مسلح اپوزوسیون لکه د مرغانو په شان د یوی موقف څخه و بل موقف ته پرته له رسمی علم و خبر څخه یواځی په تشواشارو د دخپل د ګولی ضد موټرانو، باډیګاډانو او د استوګنی د کوټیو سره یوځای تبدیلیږی۰

 د هغوی ټول مصروفونه د یوی بودیجی څخه په ډول ډول نومونو اجرا کیږی، او تر ټولو ښه خبره خو دا ده چی د هغو د ټولو دری وخته ډوډی هم دپخوانی شاهی ارګ په آشپزخانی کښی پخیږی۰      

 دا رنګارنګ ډلی له یوی خوا کولای سی چی د نړیوالو څخه د پیسو، سرتیرو او  هرډول مرستوغوښتنی وکړی او د بیا دهغوی په پیسو او اسلحو پواسط د هغو دهیوادونو سفارتونه په سپینه ورځ په ګولی سوری سوری کړی۰

دوی کولای شی د  سترګوپه رپ سره دغربی هیوادونو سره د دوستی تړونونه امضا کړی اوبیا په همغه ورځ د خپل مرستندوی دوستانو ته بد ووایی اوهم سرتیری یی ور ووژنی۰

 دا واکداران کولای شی د زرهاؤ جنایتو نو په پیښو کی د خلکو دغولولو لپاره د حقیقت دمیندلو په پلمه هره ورځ اعلامیی صادرکړی،  مګر یواځی د کاغذ پر مخ  د خپل د اعتماد وړ هیأت وټاکی چه د حقیقت ثبوت به یی د آخرت په ورځ معلوم شی.

 دا د «اسلامی جهادی» دموکراسی دولت واکداران اودهغه اپوزسیون د خپلو ناروا ګټو د لاس ته راوړلو د پاره د افغانستان د بیچاره خلکو په منځ کښی د نفاق تخمونه کری او زمونږ عام زوریدلی خلک دخپلو ګټو دپاره په ژبنی، مذهبی، سمتی او نورو ډلو ویشلی دی که چیری حقیقتو ته په ځیر سره وګورو په حقیقت کښی دواړه د یوی سکی دوه مخونه دی۰ دا واکداران د افغان بیچاره ولس او نړیوالی ټولنی د غولولو د پاره دهغو پارلمان، حکومت او قاضیانو په ډرامو او زرګر ی جګړو لکه د هندوستان د سینما د فلمونو په شان د غم ځپلو خلک   ذهن مشغول ساتی۰

پای


February 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات